اسلام آباد۔24دسمبر(اے پی پی) داخله و??ير محسن نقوي وئيلي دي چې د 42 ورځو په ريكارډ موده كښې اېف اېټ انډر پاس بشپړ كېدو څخه و??وستو ټرېفك لپاره پرانستلے شوے دے٬ د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت په اسلام آباد كښې دوه فائيوسټار هوټلې جوړولې شي۔ ده د نهې په و??ځ د جناح ایونیو اېف اېټ انډر پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔ ويراعظم د دې منصوبې پرانسته وكړه۔ داخله و??ير ووئيل د منصوبې د ب??يا?? تيګه و??يراعظم شهباز شريف په 5 نومبر اېښودلې وه٬ نن مونږ په 42 مه و??ځ د انډر پاس پرانسته كوؤ۔ ده ووئيل په وفاقي پلازمينه كښې د نوې بوټو افزائش له به نرسري جوړؤ۔ ده ووئيل د جناح ایونیو انټرچېنج منصوبې 50 فیصده كار بشپړ شوے دے٬ سرينا چوك انډر پاس به په خپله ټاكلې موده كښې بشپړ كوؤ۔ ده ګډون كوؤنكو ته ووئيل چې سي ډي اے شپه او ورځ كار كولو سره انډر پاس په ز?? ساعته كښې بشپړ كړو۔ په دې موقعه د سي ډي اے چيئرمېن اېم علي رندھاوا وزيراعظم ته بريفنګ كښې ووئيل په منصوبه كښې سېفټي او سكيورټي باوري كړې شوې ده٬ د منصوبې په فېز ون كښې د 950 ميټ?? اڼدر پاس بشپړ كړے شوے دے۔