پينډۍ 22 دسمبر (اے پ?? پي) د پاك بحريه بيړو خليج عرب كښې د تعيناتۍ په مهال د کويت او ??راق دوره وكړه۔ د اتوار په ورځ د پاك پو?? د اولسي اړيكو څانګې (آئي اېس پي آر ) له مخې پي اين ايس رسدګار او پي اين ايس عظمت د کويت بندرګاه الشويخ دوره کړې۔د پاکستان ميري ټائم سيکيورټي ايجنسي بيړۍ “دشت” د عراق بندرګاه ام قصر دوره کړې ده۔ دواړو بندرګاهونو ته د رسيدلو په موقع د پاکستان سفارتي او كوربه بحريه اعليٰ چارواكو د پاك بحريه بيړو تود هركلے كړې دې۔ مشن کمانډر د بيړو کمانډنګ آفيسرز سره د دواړو هېوادونو بحري قيادت سره ملاقاتونه كړي۔ ملاقاتونو په مهال د شريكي خوښي په چارو ، ميري ټائم سيکيورټي كښې مرستې، بحري پو?? ترمينځه د رابطو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوي۔دې نه پس د کويت او ??راق بحريه بيړو سره بحري مشقونه هم شوي۔د مشقونو مقصد د بحري پو?? ترمينځه شريكه مرسته لا زياتولو او ??ريك آپريشنز صلاحيت ته وده وركول وو۔