پېنډۍ ۔15نومبر (اے پی پی) د پاک پوځ سرلښكر جنرال سید عاصم منیر ویلي چې پ??کس??ان په نړۍ او سیمه کښې د سولې او ثبات لپاره خپل مهم رول لوبوي ٬ ترهګري په نړيواله كچه ټول انسانيت لپاره يو شريك چېلنج دے٬ په دې وروستيو كلونو كښې نړۍ ته پېښ يو مهم چېلنج د ناسمو او بې لارې كوؤنكو معلوماتو تندۍ سره خپرېدل دي?? ده په اسلام آباد كښې د مارګله ډائيلاګ 2024 ځانګړې غونډې ته وینا کوله۔ د خصوصې غونډې اهتمام د اسلام آباد پالېسي ريسرچ انسټيټيوټ لخوا شوے ؤ۔ د پاك پوځ سرلښكر “امن او استحكام كښې د پاكستان كردار” په سرخط خبره كولو سره په سيمه ايزه همغږۍ او د نړيوال امن مخ په وړاندې بوتللو كښې په كاميابو رڼا واچوله۔ د آئي اېس پي آر له مخې په خپل خطاب كښې د پاك پوځ سرلښكر ووئيل نړۍ په دې ورستيو كښې له ګڼو چيلنجونو سره مخ ده په كومو كښې چې د ناسمو اطلاعاتو په تندۍ سره خپرېدل يو مهم چېلنج دے۔ په نړيواله كچه معيشت ٬ پوځونو او ټېكنالوجۍ كښې زيات بدلونونه رامخې ته كيږي?? ده ووئيل د تشدد غير رياستي عناصر او د رياست لخوا تمويل شوې ترهه ګرۍ په نړيواله كچه لويه ننګونه ده?? ده وويل كه يو اړخ ته د معلوماتو په خپرولو کښې ټيکنالوجۍ مهم رول لوبولى دے نو بل اړخ ته د بې لارې كوؤنكو او غلطو معلوماتو خپرېدل يو چېلنج هم دے?? ده ووئيل په نړيواله كچه مذهبي ٬ فرقه وارانه او په نسلي بنيادونو عدم مساوت ٬ عدم برداشت او تقسيم سوا كيږي?? ده ووئيل زمونږ په مشتركه مقصدونو كښې د موسميياتي بدلون مخنيوې ٬ د ترهګرۍ په ض?? جنګ او د نړيوالې روغتيا رسولو په څير مهم چېلنجونه شامل دي۔ د ترهګرۍ په ضد زمونږ عزم مضبوط دے۔ د پوځ سرلښکر جنرال سيد عاصم منير ووئيل زمونږ دغربي پولو د امنيت لپاره يو جامع پولډر مېنجمنټ رجيم جوړ شوے دے۔ فتنه الخوارج د نړۍ دټولو ترهګرو تنظيمونو او پراكسيز آماجګاه جوړ شوې۔ پ??کس??ان د افغانستان له موقت حکومت څخه هیله کوي چې هغه به ترهګرۍ لپاره د افغانستان خاوره كارول كېدو له ورنكړي او په دې لړ كښې به سخت اقدامات كوي?? ده ووئيل د هند د انتها پسندانه نظريې د لاسه په بهر هېوادونو كښې په خاص توګه امريكا ٬ برطانيه او كاناډا كښې هم اقليتونه محفوظ نه دي?? ده ووئيل د مقبوضه جموں وكشمير مسئلې حل د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشمير اولس د هيلو له مخې ضروري دے?? ده وئيل پاكستان تل په غزه او لبنان كښی ?? جنګ بندۍ غوښتنه كړی ده۔ پاكستان غزه او لبنان ته د بشري خواخوږۍ په بنياد يو شمېر وارې د مرستې سامان روان كړے دے?? ده وئيل د نړيوال امن په خاطر 235،000 پ??کس??انيانو د ملګرو ملتونو په مشن كښې خپل كردار ترسره كړے دے۔ 181 پ??کس??انیانو د نړيوال امن په خاطر د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده?? ده ووئيل پاكستان د 24 کروړ اولس هېواد دے د دې نزدې 63 فیصد آبادي 30 كاله څخه د كمو وګړو ده۔ پاكستان بلها قدرتي وسائل لري۔ پاكستان به د منطقې او نړيوال امن لپاره تل مثبت كردار ترسره كوي?? ده ووئيل پاكستان د ټولو پنګو ٬ ځانګړي جغرافيائي مقام او د سمدري بندر ځايونو له امله اروپا ٬ منځنۍ آسيا او مډل ايسټ كښې تجارت لپاره زيات اه??يت لري۔