اسل??م آباد 15 نومبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقداماتو وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي چې د سباؤن ښه كولو له به ځوانانو له د تعليم او زده كړې زياتې نه زياتې موقعې وركول وي٬ دا موقعې دې نه يوازې په تعليمي ادارو كښې بلكې د بېلو تكنيكي٬فني او كاروباري مهارتونو پروګرامونو د ل??رې هم وركړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ اسل??م آباد كالج فار بوائز كښې د تعليم وزارت او نېشنل بك فاؤنډېشن لخوا د درې ورځني پاكستان لرننګ فيسټيول پرانستې په مهال وكړه۔ ده ووئيل چې په په تندۍ ??ره بدلېدونكي روان دور كښې يوازې كتابي تعليم كافي نه دے بلكې د عصري مهارتونو ترلاسه كول هم ضرورې دي۔ لكه څنګه چې ټېكنالوجي٬كوډنګ٬ډېټا اېنالسېز او كاروباري مهارتونه٬ دې ??ره ??ره د ځوانانو تربيت كښې له اخلاقي او سماجي ذمه واريو څخه خبرېدل هم ضروري دي دغسې چې هغوي په ټولنه كښې فعاله او مثبت كردار تر??ره كړے شي۔ ده ووئيل چې دا موقعې د حكومت٬تعليمي ادارو او نجي څانګو په اشتراك ??ره په ښه ډول وړاندے كېدې شي۔ دې ډول اقداماتو ??ره به ځوانان خپل صلاحيتونه په ښه ډول استعمال كړې شي او د قام سباؤن ښه كولو كښې به مهم كردار تر??ره كړي۔ ده ووئيل چې دا ميله د حكومت د دې وژن له مخې ده كوم كښې چې مونږ ګڼو چې د پاكستان مستقبل دا ځوانان دي٬كه سباؤن ښه جوړول وي نو ځوانانو ته به د زده كړې زيات نه زيات موقعې وركول وي٬ده ووئيل د تعليم وزارت ته تجويز وركوم چې فېسټيول دې د رېلوے وزارت ??ره په ګډه تر هرې ضلعې يوړلې شي۔ پروفيسر احسن اقبال ووئيل چې د دې هېواد ترلاسه كولو لپاره ډېرې زيا??ې قربانۍ وركړې شوي٬كله چې دا هېواد جوړ شو نو هند مونږ ته زمونږ برخه نه وه راكړې۔ده ووئيل چې د پرمختګ لپاره به د امن استحكام او ورورولۍ خپلول وي كومه ډله چې خپل مينځه اختلافات لري هغه بريا ترلاسه كولې نه شي٬كومه ډله چې ميچ ګټي هغوي متفق وي۔ احسن اقبال ووئيل چې د نن څخه 6 كاله وړاندې يو ځوان زما د وژلو هڅه كړې٬د ځوان په دماغ كښې زمونږ ځينو ليډرانو او سوشل مېډيا د كركې تخم كرلے ؤ٬ تاسو به هله كامياب شۍ كله چې خپل دماغ د كركې او تعصب وائرس څخه محفوظ وساتۍ۔