لاهور۔8نومبر (اے پي پي) د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي وئېلي دي ټول کرکټ بورډز پاکستان كښې چیمپیئنز ټرافي لپاره لوبېدو ته صلاح دي ،هر يوې ډلې له به هر سهولت وركوو ، هند كه ټرافي له ??ات??ل نه غواړي نو لېكل دې را??ړي ٬ په كركټ كښې سياست نه دے كول پكار ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ قذافي اسټیډیم كښې د روانو پرمختيائي كارونو د جاج اغستو نه وروستو میډیا سره خبرو كښې وكړه ۔محسن نقوي د آسټریلیا په خلاف په تاریخي بريا قامي ډلې له شاباشے وركولو سره ووئېل هيله ده قامي ډله به سباون كښې هم د ښې كاركردګۍ تسلسل برقرار ساتي او په ??ات??ونكو ورځو كښې به په قام زيري كوي ، زمونږ د ډلې حوصلې لوړې دي ٬ درناوے به دغسې تر لاسه كوي ۔ده ووئېل پاکستان كښې د كېدونكې چیمپیئنز ټرافۍ شیډول به زر آئي سي سي څخه جاري شي ، سټیډیم به د چیمپیئنز ټرافۍ نه وړاندې جوړ كړے شوو ، د هند میډیا وئېلي دي هند په چیمپیئنز ټرافي كښې ګدون نه غواړي ٬ بيا دې په تحریري ليكل را??ړي ،په دې حقله د هند کرکټ بورډ په ليكلې توګه هيڅ نه دي وئېلي ، د هند میچز به دوبئۍ یا كوم بل ځائے ته نه منتقل كوو ۔ ده ووئېل كه د هند ډله په چیمپیئنز ټرافي كښې برخه نه اخلي نومونږ به د هند بورډ په خلاف آئي سي سي ته ځوو ، د هند ډلې د ا??کا?? باوجود به چیمپیئنز ټرافي هم په پاکستان كښې كېږي ?? د?? ووئېل كه د هندۍ ډلې د نه ??ات??لو ليكل را??ړل نو حکومت له به ورځم او بيا چې حکومت كومه پرېكړه وكړي په هغې به عمل کوو۔ د هندۍ میډیا په بيانونو خپل غبرګون كښې ده ووئېل لوبه د لوبې غوندې پرېښودل پكار ده ٬ د سياست ښكار كول نه ده پكار ، د هندۍ ډلې نه ??ات??لو باوجود به مونږ خپلې تیاریانې روانې ساتو ۔ ده ووئېل د دوو مياشتو نه د هند په میډیا خبرونه راځي چې د هند ډله نه راځي ، غواړو چې په لوبه كښې سياست نه وي ۔ده ووئېل پاکستان عمر له د خیرسګالۍ د جذبات مظاهرہ کړې خو هر ځل دې دا توقع ونه لرلې شي ، كه كوم صورت حال وي نو په ليكلې توګه دې پي سي بي آګاہ كړے شي ۔ ده ووئېل د بهر نه ??ات??ونكو لوبغاړو او مېلمنو لپاره هوټل كښې ځائے او عمارت اغستلے شوے ۔