اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير خالد مقبول صديقي وئيلي دي چې پاكستان د نړۍ په ھغه نېك مرغه هېوادونو كښې شامل دے د كومو د آبادۍ زياتره برخه چې په ځوانانو مشتمل ده٬ ځوانانو ??ه به د نړيوالو غوښتنو له مخې تعليم ور??وٶ٬ راتلونكے دور د مصنوعي ذهانت دے۔ دا خبره ده د ګل په ورځ ??ه په اسلام آباد ماډل کالج كښې د نړيوال سپېس ويك دستورې په مهال وكړه۔ ده ووئيل په اوسني دور كښې ټولو ته يو برابر موقع ترلاسه كېدې شي٬ په پاكستان كښې د 15 نه تر 18 كروړه ځوانان دي٬ دا نېك مرغۍ سره سره يو لوے چېلنج هم دے، دې ځوانانو ??ه بهترين تعليم او تربيه ور??ولو سره د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښې اضافه كېدې شي۔ ده ووئيل د رښتيا لټون هم رښتنې پكار دے٬ قرآن د حق او ريښتونې كلام په صورت كښې مونږ ته رارسېدلے دے۔ په راتلونكې 30 ٬ 35 كالو كښې مصنوعي ذهانت سره به لويے بدلون رامخے ته شي ٬ كه مونږ عصري زده كړې ترلاسه نه كړې نو مونږ به ور??ستو پاتې شؤ۔ ده ووئيل ځوانانو ??ه به د عصري غوښتنو ??قاضو له مخې تعليم ور??وٶ٬ راتلونكې دور د مصنوعي ذهانت دے٬ ځوانان بهر زده كړې لپاره لېږل برېن ډرېن نه برېن ټرېن دے، يوه لويه ډېټا زمونږ د ټولو نګراني كوي٬ اوس په مصنوعي ذهانت په ملګرو ملتونو كښې بحث شوے دے٬ د جديد ټېكنالوجۍ په استعمال كښې نړۍ زمونږ نه ډېره وړاندې تلې ده او مونږ اوس دا خپلول پېل كړي۔ ده ووئيل په سكولز كښې د عصري لېبز سهولتونه ور??ولې كېږي او وزارت په سكولز لېبز كښې د ټېلي سكوپس اضافه كړې ده او ډېر زر به مائيکرو سکوپس هم ور??ړؤ