اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د چین پ?? قاامي ورځ د آئي پي پي صدر او د نجكارۍ وفاقی ??زی?? عبدالعلیم خان د چین اولس له مباركي وركړې ده۔ د چین د تاسیس ورځې په موقع د استحکام پاکستان ګوند صدر عبدالعلیم خان د چين صدر شی جن پ??ګ لپاره د مباركۍ په خپل پیغام كښې ووئيل د پاکستان قوم د چین د تاسیس ورځې په موقع د چین اولس په خوشحالو كښې برابر شريك دے۔ د نجكارۍ وزارت د اړخه جاري شوې بيان كښې وفاقی ??زی?? ووئيل پاك چين ملګرتيا په شريك احترام، اعتماد او ورورولۍ اډانه د رښ??ني خپلولۍ دويم نوم دے۔ ده ووئيل د پاکستان پرمختګ او سوكالۍ كښې چین پ?? زړه پورې مرسته كوي۔د استحکام پاکستان ګوند صدر ووئيل د پاکستان او چین اشتراك سره به د مستحکم او سوكاله پاکستان خوب ريښتيا شي، د سي پيك په شان عظیم منصوبې او نور تجارتي راهدارو لپاره د چین مرسته د نعمت نه كمه نه ده۔ عبدالعلیم خان ووئيل د پاکستان قام د چین د تاسیس په ورځ د چین اولس په خوشحالو كښې برابر شريك دے، د قائد اعظم هېواد څخه د عزت مآب چو این لائی هېواد لپاره د خیر سګالۍ جذبات وړاندې كوؤ۔