اسلام آباد۔11جولائی(اے پی پی) پاكستان يو وارې بيا د دې خبرې پخلے وكړو چې هغه به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د كشمير شخړې عادلانه او سوله ايز حل لپاره د كشميري اولس سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ په پرېس بريفنګ ??ښې ووئيل 93 مه ” د كشمير شهيدانو ورځ “ به په 13 م جولائی لمانځلې شي۔ دا ورځ د هغه 22 كشميري وګړو د شها??ت يادګېرنه كوي كومو چې په كال 1931 ??ښې په سرينګر ??ښې د ډو??ره فورسز د بې درېغه ډزو په مقابله كولو د خپلو ځانونو قرباني وركړې وه۔ وياندې ووئيل مونږ د هغوي مړانې ته سلام كوؤ كومو چې د كشميري اولس د آزادۍ او خپلواكۍ حق لپاره د يو فعاله تحريك بنياد كېښود ٬ دغه تحريك نن ه?? روان دے۔ وياندې ووئيل د ډو??ره ځواكونو په څير هندي عسكرو د تېرو څو لسيزو په مهال د زرګونو په شمېر كشميري وګړي د خپلو حقونو په غوښتلو وژلي دي۔ نوموړے كشميرے ځوان برهان مظفر واني په هغه سوؤنو كشميري ځوانانو ??ښې يو دے كوم چې په غېر قانوني توګه ووژلے شو۔ د هغه 8 م تلين د جولائي په 8 مه نېټه ولمانځلے شو۔ دې وئيل مونږ “د كشميري شهيدانو ورځې” په دې اونۍ ??ښې يو وارې بيا هندي حكومت څخه غوښتنه كوؤ چې هغه د كشميري اولس بې ګناه وژنه او د طاقت بې درېغه كارولو كمپائن بند كړي