اسلام آباد 11جون (اے پي پي) وفاقي حکومت د راروان مالی كال 25۔2024 لپاره د 18 ټریلین روپو څخه د زيات ماليت وفاقي بجټ به (سبا) د شورو په ورځ پارلیمنټ هاوس كښې وړاندې كوي۔د پاکستان مسلم لیګ (ن) په مشرۍ كښې د موجوده اتحادي حکومت دا وړومبے وفاقی بجټ دے۔ وفاقي حکومت سره د هر ډول چیلنجونو خ??ل وړومبې بجټ وړاندې كوي۔ د خزانې وفاقی وزیر سینیټر محمد اورنګزیب به د شورو په ورځ ماښام د قامی اسمبلۍ غونډه كښې بجټ وړاندې كوي دغسې هم په دغه وخت به بجټ دستاویزات سېنېټ كښې هم وړاندې كولې شي۔ نوې مالی كال لپاره د اېف بي آر محصولات هدف 12 زره اربه روپو څخه زيات د اېښودلو امكان دے، د وفاق او صوبو كلن پرمختيائي پروګرام حجم 3.792 ټریلیونه روپۍ د اېښودو امکان دے كوم سره به چې د مجموعي قامي پیداوار شرح كښې اضافه ممکن شي او كوم چې د روان مالی كال په مهال 2.4 فیصد وه، نوې مالي كال كښې مجموعي قامی پیداوار كښې د اضافې هدف 3.6 فیصد څخه زيات د ټاكلو امکان دے۔ په نوي مالي كا?? وفاقي بجټ كښې د وفاقي حکومت كلن پرمختيائي پروګرام حجم 1221 اربه روپۍ د اېښودلو امکان دے۔ نوي مالی كال كښې وفاقي حکومت د 2022 سېلاب نه پس د بحالۍ او تعیرنو هڅو كښې تندي راوستلې شي او په دې لړ كښې به د اقدامات نفاذ باوري كولې شي۔ نوې مالي كال كلن پرمختيائي پروګرام جوړولو كښې د قامي اقتصادي کونسل او د خصوصي سرمایه کاري سهولت کونسل سفارشات او هدایات هم تر نظره ساتلې شي، نوې مالی كال كلن پرمختيائي پروګرام كښې شعبه جاتی تګلاره ، د بنیادي ډھانچې پرمختګ ، صنعتی هلو ځلو زياتولو ، توان كښې کفایت، د آبي وسائلو پرمختګ، ټرانسپورټ او مواصلات ښه كول ، سماجی څانګو ، سائنس او آئي ټي ، ګورننس، پیداواري څانګو او متوازن سيمه ايز پرمختګ به باوري كولې شي۔ حکومت په مختلف محاذ معیشت ته پېښو چیلنجونو او مشکلات په تناظر كښې بجټ جوړوي د كوم زياتره نکات ته چې نزدې حتمي شکل وركړے شوے۔ نوي مالی كا?? وفاقي بجټ كښې د اولس ستونزې كمول ، د زرعي څانګې ښه والے ، انفارمېشن ټیکنالوجي (آئي ټي) ته ودې وركولو او برآمدات زياتولو ته خاص پام لرنه كولې شي۔نوې مالي كا?? وفاقی بجټ كښې مالیاتی انتظام نه علاوه محصولات متحرك كول، مع??شی استحکام او نمو لپاره اقدامات، غیر پرمختيائي خرڅونو كمولو، د روزګار موقعې زياتولو او د هې??اد سماجي او اقتصادي سوكالۍ لپاره عوام دوسته پالیسۍ شاملې دي۔ ذريعو ووئيل نوې مالی كا?? وفاقي بجټ لپاره ټولې تيارۍ د ټاكلي نظام الاوقات له مخې رواني دي