اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د هېواد اقتصادي پاليسو او اصلاحات كښې ?? اقتصادي پوهانو او نجي څانګې سره مشاورت ته د كليدي اهميت وركولو پرېكړه كړې او بهرنيو سرمايه كارو او كاروباري شخصيات ته د پاكستان ويزه ترلاسه كو??و كښې ورمخې ته خنډان په سمدستي توګه د لرې كو??و امر كړے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې ?? اقتصادي مشاورتي کمېټۍ غونډه د نهې په ورځ وشوه٬ غونډې ته ووئيل شول د حکومت د سرمايه کارۍ او د كاروبار دوسته پاليسو په سبب په ځائي او نړيواله كچه د سرمايه كارو باور زيات شوے چې واضحه مثال ئې په سټاك ماركيټ كښې ?? تندۍ رجحان دے۔ غونډې ته په معاشي اشارو د بريفنګ په مهال ووئيل شول سږ كال په نهه مياشتو كښې په زرعي څانګه كښې ??رح نمو 6.25 فيصد ده كو??ه چې تېر كال 2.27 فيصد وه، د صنعتي څانګې او د خدمات په څانګه كښې هم شرح نمو كښې واضحه زياتوالے راغلے۔ غونډې ته ووئيل شول افراط زر د 38 فيصد څخه 17 فيصد ته راغلي او حكومت تر عام وګړي د دې اثرات من??قل كو??و لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كو??۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د كمېټۍ غړو لخوا د معاشي بحالۍ او د بېلا بېلو څانګو په اړه تجويزونه هم وركړل۔ وزيراعظم د هېواد برامدات كښې ??ضافې لپاره د جامع او مفصل سفارشات مرتب او د وړاندې كو??و امر وكړو۔ دغسې وزيراعظم شهباز شريف د هېواد اقتصادي پاليسو او اصلاحاتو كښې ?? اقتصادي پوهانو او نجي څانګې سره مشاورت ته د كليدي اهميت وركولو پرېكړه وكړه ۔ وزيراعظم ووئيل الحمدلله د پاکستان معاشي صورتحال د وړاندې نه بهتر دے٬ د هېواد معاشي پرمختګ، روزګار وركول او كاروبار او سرمايه كارۍ كښې پراختيا لپاره د وړومبۍ ورځې څخه نجي څانګې ته د سهولت وركولو په مشن كار كو??۔ ده ووئيل د حکومتي پاليسو په سبب په هېواد كښې ?? ګرانۍ شرح كښې كمے راغلے، د ګورننس د لارې په ګرانۍ كښې ?? كمي اثرات تر عام وګړو رسولو لپاره اقدامات كو??۔ ده ووئيل په راتلونكي بجټ كښې ??ه غېر ملكي سرمايه كارو او كاروباريانو ته لا سهولتونه وركولې شي٬ په عام وګړو د ټېكس شرح كمولو سره به د ټېكس وركوٶنكو شمېره كښې ??ضافه كو??۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد معيشت ډيجيټائيزيشن لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كو??٬ كروندګرو ته به د اېكړ په سر پېداوار كښې ??ضافې لپاره معياري تخم او په وخت سره وركولې شي، زرعي پېداوار د ضائع كېدو نه ساتلو لپاره د مېنځنۍ او كوچنۍ درچې صنعت ته ??ه وده وركوٶ۔ وزيراعظم بهرنيو سرمايه كارو او كاروباري شخصيات ته د پاكستان ويزه ترلاسه كو??و كښې ?? ورمخې ته خنډانو په سمدستي توګه د لرې كو??و امر هم وكړو۔ په غونډه كښې ?? كمېټۍ غړو جهانګير خان ترين، ثاقب شيرازي، شهزاد سليم، مصدق ذوالقرنين، ډاکټر اعجاز نبي، آصف پير، زيد بشير، سلمان احمد او شهريار چشتي سره سره وفاقي وزيرانو احسن اقبال، احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، دوهم وزير علي پروېز ملك ٬ د پلاننګ دوهم چيئرمېن ډاکټر جهانزېب خان، د وزيراعظم کوآرډينيټر رانا احسان افضل، د سټېټ بېنك ګورنر او اړوند چارواكو ګډون كو??و۔