بیجنګ۔16مئی (اے پی پی) پاكستان او چين په توان ٬ بېنكنګ او مالياتي څانګو كښې د همكارۍ مضبوطولو او د رابطې په منصوبو د پېيشرفت تندولو سره سره د اعلی معيار بېلټ اېنډ روډ همكارۍ ملاتړ كولو او “اپ ګرېډ ورژن” جوړولو له په ګډه هڅو كولو ته صلاح شوي۔ بيجنګ كښې كېدونكو ?? پاك چين خارجه وزيرانو سټریټجک ډائیلاګ په پنځم دور كښې د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ په شمول په دوه اړخيزه اړيكو ??و همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او چينائي خارجه وزير وانګ یی د غونډې په ګډه مشري وكړه۔ د خبرو په مهال دواړو په سټراېټجکي، اقتصادي، سیاسي، دفاعي ، تجارتي او كلتوري اړيكو ??و د همكارۍ په ټولو څانګو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دستورې څخه وروستو د جاري كړي مشتركه بيان له مخې د شريكې خوښې په نړيوالو او سيمه ايزو چارو خبرې وشوې۔ فريقېنو د خپلو شريكو ګټو تحفظ له په اجتماعي توګه اقدامات كولو ٬ د دواړو هېوادونو د اولس سماجي او اقتصادي پرمختګ ته و??ه وركولو او منطقه كښې امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ له په ګډه كار ??ولو ته صلاح شول۔ پاكستان او چين د اعلی معيار بېلټ اېنډ روډ همكارۍ ملاتړ كولو په لړ كښې د چين 8 لويو اقداماتو ته پراختيا وركولو له په ګډه د كار ??ه كولو او په مشتركه توګه د پرمختګ د راهدارۍ جوړولو د لارې د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ يو ”اپ ګرېډ ورژن“ په تشكيل كولو مواقفت وكړو۔ فريقېن د اېم اېل – ون اپ ګرېډېشن ٬ ګوادر بندر ځاے ٬ قراقرم هائي وے فېز – II ري الائنمنټ، كركيلې ، صنعتی پارکس، کان کنۍ، انفارمېشن ټېکنالوجي او د ځائي حالاتو له مخې په نورو څانګو كښې د همكارۍ مضبوطولو په شمول د مهمې رابطې په منصوبو پېشرفت تندولو سره سره تلپاتي پرمختګ لپاره د پاكستان صلاحيت زياتولو ته اتفاق وكړو۔ دا خبره ومنلې شوه چې د خنجراب درې دوه اړخيزه تجارت او د اولس ترمينځه تبادلې ته و??ه وركولو كښې مهم كردار ترسره كړې او د دغې درې ټول كال لپاره پرانستې باوري كولو له د هڅو په تندولو اتفاق وكړے شو۔ په دې خبره هم موافقت وكړے شو چې فریقین به د دواړو هېوادونو لارښودو لخوا په راغلي مهم اتفاق عمل درآمد او په هر كچ تبادلو ته و??ه وركوي۔ دغسې چین پاکستان ته په كاميابو ټاكنو كولو مباركي وركړه او پاكستان د صدر شي جن پھنګ په مشرۍ كښې په نوې دور كښې د چين د مهمو پرمختيائي كاميابو ذكر وكړو۔ دواړو د روان كال په مهال په 26 مارچ په پاكستان كښې د داسو هائيډو پاور پراجېكټ په چينائي قافله د ترهګر بريد سخته غندنه كولو سره ووئيل چین پاکستان همكارۍ ته زيان رسونكې كومه هڅه به كله هم كاميابه نه شي۔ د دې خبرې باور وركړے شو چې پاكستان به د مجرمانو درك ولګوي او انصاف سره به يۍ مخ كړي۔ دواړو په هر ډول ترهګرۍ كښې د ”زیرو ټالرنس“ رویې مقابله كولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ فریقینو په خلائي مرسته كښې په پراختيا د اطمينان څرګندونه هم وكړه او د دې مخ په وړادې بوتللو ته يو شول۔ فریقینو په سوئيلي آسيا كښې د امن او استحكام په برقرار ساتلو د ټولو تصفيه طلب شخړو حل كولو ??ه حاجت او د كومې هم يو اړخيزه كارروائۍ په مخالفت كولو ضرور راوړو۔ پاکستان چين د جمو وكشمير تازه صورتحال څخه خبر كړو۔ چين دا خبره تكرار ??ړه چې د چين پخوانۍ تاريخي شخړه دې د ملګرو ملتونو د چارټر ٬ د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو او د دوه اړخيزه لوظنامو له مخې په سوله ائيزه توګه حل كړې شي۔ دواړو هېوادونو د افغانستان په معامله د رابطو په مضبوطو جوړولو اتفاق وكړو۔ فريقېنو د دې خبرې پخلے وكړو چې فلسطين اسرائيل ??خړې څخه د وتلو بنيادي لاره دوه رياستي حل او د فلسطين د آزاد رياست جوړېدل دي۔ دوي په دې خبره زور راوړو چې نړيواله ورورولي دې د فلسطين په مسئله كښې په فوري توګه زيات احساس سره هڅې زياتې كړي او د فلسطين او اسرائيل ??رمينځه زر تر زره امن خبرې اترې بحالولو له دې هڅې تندې او تلپاتي امن له ستړې وكړي۔