اسلام ??باد۔23اپرېل(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب سره اسسټنټ سېكرټري جنرل٬اسسټنټ اېډمنسټريټر او د آسيا اينډ پيسيفك ريجنل بيورو ډائرېكټر كني وګنا راجا د نهې په ورځ پاكستان كښې د يو اېن ډي پي كنټري استازي پشمول ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د مهمو پرمختيائي چېلنجونو مخ نيوي او تل پاتې پرمختګ ته په وده وركولو كښې د پاكستان ح??وم?? او ??و اېن ډي پي ترمينځه د مرستې په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د خزانې وفاقي وزير كني وګناراجا او د يو اېن ډي پي پاكستان كنټري آفس ډلې پاكستان سره د غېر متزلزل مرستې ٬په خاص توګه د كال 2022 سېلاب غوندې نازكو وختونو كښې د زړه پورې مرستې ستائنه وكړه ۔ده پاكستان لپاره د جامع او بېلو پرمختيائي فنانس??ګ لپاره قامي او ??ړيوال مهارت متحرك كولو كښې د يو اېن ډي پي مرسته هم وستائېله۔وفاقي وزير د هېواد پرمختګ صلاحيت كارولو لپاره د پالېسۍ اصلاحات په نفاذ د پاكستان ح??وم?? پام لرنه باندې رڼا واچوله ۔كني وګناراجا پائيدار پ??مختګ لپاره د پاكستان د عزم ستائنه وكړه او د يو اېن ډي پي پرمختيائي اهداف سر كولو كښې ئې د پاكستان هڅو له د ملاتړ د عزم څرګندونه هم وكړه ۔ده په منطقه كښې د پائيدار پ??مختګ په لار كښې د ولاړو چېلنجونو مخ نيوي لپاره د پاكستان او ??و اېن ډي پي ترمينځه د پرله پسې مرستې او شراكتدارۍ په اهميت زور راوړو۔كني وګناراجا وفاقي وزير ته د يو اېن ډي پي په دې وروستيو كښې د جاري رپورټ يو كاپي هم وركړه چې عنوان يې””ډوئنګ ډیجیټل فار ډویلپمنټ”دے كوم چې په خاص توګه پاكستان لپاره جوړ كړے شوے چې پكښې د هېواد دننه پرمختيائي اهداف مخ په وړاندې بوتللو كښې د ډيجيټل ټېكنالوجيز مهم كردار هم رامخې ته كړے شوے ۔په آخر كښې د دواړو خوا پاكستان ته د رامخې ته شوو چېلنجونو مخ نيوي او د پائيدار پ??مختګ اهداف سر كولو لپاره د پرله پسې مرستې او شراكتدارۍ لپاره د خپل عزم پخلے وكړو