اسلام آباد۔10فروری(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې د ټول ټاكنو 2024 نتيجو ??خه څرګنديږي چې په ممجموعي توګه آزادې او عادلانه وې?? مونږ د پاكستان معاشي استحكام او د نوي حكومت كا??يا??ۍ لپاره لاس په دعا يؤ٬ د مواصلاتو بند ساتل يوازې ?? ترهګرۍ پېښو مخنيوي لپاره وو٬ د دې اقدام په شا كوم سياسي مقصد نه وو۔ تېره ورځ ټي آر ټي سره مركه كښې نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ ووئيل د اقتدار سپارلو اختيار پارليمان سره دے ٬ مطلوبه شمېرې چې څوك هم بشپړ كړي هغه به اقتدار ترلاسه كړي۔ د ټولټاكنو په ورځ د انټرنېټ او مواصلاتي بندش په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ټولټاكنو ??خه يوه ورځ وړاندې په بلوچستان كښې دوه ترھګر بريدونه وشول چې مقصد يۍ جمهوري عمل اغېزمن كول وو۔ د امنيتي ادارو لخوا داسې اطلاعات هم وو چې دا لړۍ به يوازې ??ر دوه صوبو محدود نه وي٬ زمونږ كار اولس ته امنيت وركول دي ?? مونږ خپل اولس د ځان خطرې سره مخ كولې نه شوو۔ د مواصلاتي بندش مقصد ترهګر خپلو ناوړه مقاصد ??خه منع كول وو٬ د دې مقصد كوم ډول سياسي لاس وهنه نه وه او هم دې اقدام سره اولس په سولييز چاپېريال كښې د رايې حق وكارولو۔ ده ووئيل د پاكستان اولس مېړنے او عزم لرونكے دے۔ ده ووئيل د اچولې شويو ووټونو حتمي شمېرې په اړه څه وئيل به د وخت نه وړاندے وي بياهم زيات شمېر خلك ووټ كارولو له كورونو ??خه راووتل۔ ده ووئيل ماته به په دې خوشحالي وشي كه دا ټرن اؤټ 40 ??خه تر 50 فيصده وي۔ ده ووئيل نتيجو ??خه دا څرګندېږي چې ټول ټاكنې په مجموعي توګه آزادې او عادلانه وې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې كال 2002 ??خه وروستو چې كوم هم بدلون شوے د پارليمان د لارې شوے دے٬ د عمران خان په ضد عدم اعتماد هم په فلور آف دي هاؤس و۔ ده ووئيل داسې جمهوري فعاليت كومې لاس وهنې سره تړلې نه شي٬ دا د جمهوري عمل برخه ده په دې ټكونه كول سم نه دي۔