اسلام آباد 26جنوری(اے پی پی)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي زمونږ عزم دا دے چې په هېواد كښې هر ماشوم د پوليو څخه محفوظ وي٬د پاكستان حكومت به د روټري انټرنېشنل پروګرامز كښې هر ممكنه مرسته كو??۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د روټري انټرنېشنل صدرې سټيفيني ارچك په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات كړے ۔په پلاوي كښې تھومس اینتھونی ګمپ، محمد فیض قدوائي ، عبد العزیز میمن او مسرور شیخ شامل وو۔پلاوي نګ??ان وزيراعظم ته د پاكستان سمارټ ويليج پروګرام او پوليو مخ نيوي په اړه د روټري انټرنېشنل كاركردګۍ په اړه بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم سټيفيني ارچك ته د روټري انټرنېشنل وړومبۍ مېرمن صدرې په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او هغې لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔وزيراعظم د روټري انټرنېشنل په پاكستان كښې د پوليو مخ نيوي او د تعليم او نورو څانګو لپاره خذمات هم وستائېل۔ده ووئيل په پاكستان كښې د پوليو مخ نيوي لپاره د نړيوالې ورورولۍ او پرمختيائي ادارو كردار ستائيو٬زمونږ عزم دا دے چې په هېواد كښې هر ماشوم د پوليو څخه محفوظ وي۔ده ووئيل د پاكستان حكومت به روټري انټرنېشنل پروګرامز كښې هر ممكنه مرسته كو??٬هيله ده چې روټري انټرنېشنل به په پاكستان كښې تر خپلو پروګرامونو رسنه زياتوي۔پلاوي نګ??ان وزيراعظم ته بريفنګ كښې ووئېل روټري به د پاكستان سمارټ ويليج پروګرام جدت او ټېكنالوجۍ څخه ګټه پورته كو??و سره د ژوند معيار ښه والي له مرسته كو??٬تر ټولو غريبې طبقې لپاره پېل كړے دا سمارټ ويلج به كركيلې ته د ودې وركولو٬د د تجديد وړ توان نظام څخه ګټه پورته كو??و ٬سيوريج نظام ښه والي٬د څښكلو پاكو اوبو رسنې او د موسمياتي بدلون اثرات كمولو له مهم ركردار ادا كو??۔ وزيراعظم ته بريفنګ كښې وئېل شول روټري انټرنېشنل پاكستان له 8 لكه كتابونه عطيه كړي چې پكښې 2 لكه كتابونه يواځې بلوچستان كښې تقسيم كړے شوي۔دغسې پلاوي وزيراعظم ته د 10 زرو نورو كتابونو ډالۍ هم وركړه كو?? به چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كښې وېشلے شي۔په ملاقات كښې د روغتيا نګ??ان وفاقي وزير ډاكټر نديم جان او اړوند اعلٰی سركاري افسران هم موجود وو۔