کراچۍ 26 دسمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي په نړۍ كښې كاميابۍ لپاره خودكفالت ضروري ګرځو??و سره دا باور څرګند كړے چې پاكستان به ترقي كوي ځكه چې پاكستان كښې د صلاحيت لرونكي افرادي قوت كمے نشته۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ په بحريه آډيټوريم كښې د پاکستان نېوي انجينئرنګ کالج (پي اېن اي سي) 35م کانووکېشن ته د خاص مېلمه په حېث خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د نسټ رېكټر لېفټيننټ جنرل (ر) محمود او د كراچۍ کمانډر ريئر ايډمرل محمد سليم هم موجود وٶ۔ د کانووکېشن په مهال د غېر ملكي زده كوٶنكو پشمول په مجموعي توګه 368 ګرېجوېټس ته د بېچلرز او پوسټ ګرېجوېټ سندونه وركړے شول۔ صدر مملکت زده كوٶنكو ته په غوړه كاردګۍ 39 مېډلز هم وركړل۔ په دې موقع خپل خطاب صدر ډاکټر عارف علوي د پاکستان پرمختګ كونكې صنعت ته معياري انجينئرز وركول او د تعليم اعلي معيار برقرار ساتلو لپاره د پي اېن اي سي د هلو ځ??و ستائنه وكړه۔ ده په دې خبره زور رواړو چې د مصنوعي ذهانت او د روبوټکس د رامخئ ته شوې ټېكنالوجۍ په تناظر كښې د پي اېن اي سي ذمه وارۍ لا زياتې شوې دي۔ ده هيله ??لر??ه چې نسټ به د پي اېن اي سي هېواد كښې د انجينئرنګ ضرورتونه ترسره كو??و سره د انجينئرنګ او ټيکنالوجي تر ټولو لوئې ادارې اعزاز برقرار اوساتي۔ صدر مملکت فارغ شوو زده كوٶنكو او د هغوي مور او پلار له مباركي وركو??و سره مشوره وركړه چې ھغوي دې يو قوي او د سوكاله پاكستان جوړولو لپاره د ټولنې فعاله غړې جوړ شي او په ټېكنالوجي كښې په تندۍ سره بدلېدونكې ترقۍ څخه دې ځان خبر اوساتي۔ دغسې په دستوره كښې پوځي او سول مشرانو سره د فارغ ا??تحصيل زده كوٶنكو مور او پلار په لويه شمېره ګډون كولو