اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د روغتيا نګران وفاقي و??ير ډ??کټ?? نديم جان وئيلي دي مونږ له به په ګډه د مور او كوچني روغتيا لپاره هڅې كول وي۔ ده د نيوټرېشن كنفرنس ګډون كوونكو ته خپلې وېنا كښې د نيوټرېشن انټرنيشنل او شراكتدارو ته په كامياب پراجېكټ اجراء كولو مباركي و??كړه۔ ده ووئيل ??اكستان د 247 مېليونه ابادۍ پنځم لوي هېواد دے چې پكښې په هر پنځو كوچنيانو كښې يو غذائي كمي سره مخ دے او په لسو كښې يو د ډېر غذائي كمي سره مخ دے، 22 فيصده كوچنيان د زېږون په مهال د كم وزن سره پېدا كېږي او دا شمېره هم د ټولو نه زياته ده٬ ده ووئېل د 50 نه تر 60 فيصده زمونږ ابادي انتهائي يا د مېنځنۍ درجې غذائي عدم تحفظ سره مخ ده ، ده ووئېل د غذائي تحفظ صورتحال د ډاډ وړ نه دے چې لوئې سبب ئې غذا او صحت ته پام نه كول دي۔ ده ووېيل حكومت او اېن جي اوز له به پخپله خپله كچه مشتركه جامع هڅې كول وي دغسې چې د رسد ضرورت ترسره كولو سره د غذائي كمي په چېلنج قابو وموندلے شي۔