اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ اسپیکر راجه پرویز اشرف د آرمی پبلك سکول پېښه كښې شهیدانو ماشومانو او استاذانو قربانیو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې 16 دسمبر 2014 ورځ به په تاریخ كښې د توري ورځ په توګه یاد ساتلې شي، په نن ورځ شر خوښو د قام په سباؤن یعنی په بے ګناه ماشومانو بريد كولو سره د بزدلۍ ثبوت وركړې، د آرمی پبلك سکول پېښه د هېواد د تاريخ تر ټولو ناوړه پېښه وه، 9 كلونه تير شول خو اوس هم د اے پی اېس شه??دا??و غم زمونږ په زړونو كښې تازه دې،دغه غم د هيرولو نه دې۔ د خالي په ورځ قامي اسمبلی سیکرټریټ ډائریکټوریټ جرنل آف میډیا د اړخه جاري شو?? بيان له مخې د آرمی پبلك سکول پېښې په 9مه برسۍ خپل پیغام كښې د قامي اسمبلۍ اسپیکر ووئيل د آرمی پبلك سکول پېښه كښې شهیدانو ماشومانو او استاذانو قربانۍ به عمر ??ه ياد ساتلې شي، د اے پی اېس شه??دا??و قربانۍ به بے ځايه نه ځي۔