اسلام آباد۔18دسمبر (اے پی پی) د ك??بينې اقتصادي رابطه كمېټۍ (ای سی سی) د اوږد مهاله او تلپاتي پرمختګ او روزګار موقعو زياتولو لپاره د سركاري او نجي څانګې همكارۍ په مضبوطولو زور راوړے دے٬ كمېټۍ ته وئيلې شوي چې حکومت به د زرعی، صنعتی او بنیادی اډانې مهمو څانګو كښ?? سرمایہ کارۍ ته وده وركولو اقتصادی تنوع زياتولو او مالياتي نظام مضبوطولو له د اصلاحاتو لړۍ روانه ساتي۔ د ای سی سی غونډې څخه وروستو د خزانې وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د خزانې او محصولات وفاقي وزير سناتور اورنګزېب غونډه كښ?? ګډون كوؤنكو ته د اقتصادی منظرنامې بشپړه جائزه وړاندې كړه۔ غونډې ته خپله وېنا كښ?? وفاقي وزير و وئيل په معاشي مېدان كښ?? د ك??ميابو لړۍ روانه ده٬ په ترسيلات زر كښ?? ښكاره زياتوالې رامخې ته شو?? دې۔ په روان مالي كال كښ?? به د ترسيلات زر حجم 35 ارب ډالر څخه زيات شي۔ تېر كال د 30.2ارب ډالر ترسيلات شوي وو۔ ده ووئيل د روشن ډیجیټل اکاؤنټس دلارې د ترسيلات زر حجم 9 ارب ډالر څخه زيات شو?? دے۔ په دې كښ?? په كلنو بنيادونو31 فیصده اضافه شو?? ده٬ د ټېكنالوجي په برآمداتو كښ?? 25 فیصده زياتوالې شو?? دې۔ ده ووئيل د زرمبادله پنګې زياتې شوي دي۔ 16 مياشتې وړاندې مونږ سره د دوه اونيو درآمدي كور ؤ كوم چې اوس 2.6 مياشتو ته رسېدلې دې۔ او دا به د دې كال تر پايې 3 مياشتو ته ورسي۔ ده ووئيل شپږ نيم كاله مخكښې د افراط زر شرح 5 ته نزدې وه كومې چې په نومبر كښ?? 4.9 فیصد يكارډ كړې شو?? پالیسی رېټ 13فیصد ته راغلې دې۔ د غونډې پ?? مهال ګډون كوؤنكو ته ووئيلې شوو چې صارفينو لپاره د بيعو عمومي اشاريه په نومبر كښ?? 4.9 فیصد ته راغلې ده۔ غونډه كښ?? ګډون كوؤنكي د څيزونو او خذماتو په بيعو كښ?? د ښكاره كمي په اړه هم خبر كړې شول۔ وفاقي وزير ګرانۍ كښ?? كمي لپاره د اړوندو چارواكو د هڅو ستائنه وكړه۔ په غونډه كښ?? د حكومت لخوا د جاري اصلاحاتو او د استحكام اقداماتو روانو ساتلو عزم پخلے وشو چې مقصد يۍ اقتصادي پرمختګ باوري كول او د اولس د ژوند معيار ښه كول دي