رياض 15 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د سعودي عرب د پبلك سكيورټي پوليس هيډ كوارټر دوره وكړه۔د پبلك سكيورټي مشر ليفټيننټ جنرال محمد البسامي د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي هركلے وكړو۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي سټيټ آف آرټ پبلك سكيورټي ه??ډ كوارټر د بېلو برخو څارنه وكړه۔ده د سعودي عرب د سېف سټي سنټر هم دوره وكړه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د جرومونو مخنيوي لپاره جديد ټيكنالوجي لرونكي نظام مشاهده وكړه او جديد ټيكنالوجي استعمال سره د جرمونو او ټرافكي پېښو كنټ??ول كولو نظام ئې وستائلو۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د پبلك سكيورټي مشر ليفټيننټ جنرال محمد البسامي سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه ??ريك ټاسك فورس زر تر زره فعالولو ته سلا شول۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي ته پبلک سکیورټي ه??ډ کوارټر كښې خصوصی بریفنګ وركړې شو ٬ بريفنګ كښې ووئيل شول چې د آرټيفشل انټيليجنس د لارې جرومونو او پېښو كنټ??ول كولو نظام وضع كړې شوي ، حج و عمرے په مهال هم خصوصي فورس?? فرائض ترسره كوي۔ بريفنګ كښې ووئيل شول چې سعودي عرب كښې ټول خصوصي فورسز د پبلك سكيورټي ه??ډ كوارټر څخه كنټ??ول كيږي۔