اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير ??حس?? اقبال سره د خېبرپښتونخوا لوكل كونسل اېسوسي اېشن او د مردان 15 كسيز پلاوي د زيارت په ورځ ملاقات كړے۔په ملاقات كښې وفاقي وزير ته په خېبرپښتونخوا كښې د درېو كلونو څخ?? مفلوج بلدياتي حكومتنو مسئلو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو ۔پلاوي ووئيل د پي ټي آئي حكومت په صوبه كښې 30 ??ره منتخب بلدياتي نمائندګانو ته كوم ډول انتظامي او مالياتي اختيار نه وركولو سره د آئين او قانون هيڅ خيال نه دې ساتلے۔وفاقي وزير ??حس?? اقبال بلدياتي نمائندګانو ته د وفاقي حكومت لخوا د بشپړه مرستې باور وركولو سره ووئېل ستاسو مسئلې به وزيراعظم ته وړاندې كولې شي۔ده ووئيل وفاقي حكومت به د اين ايف سي څخ?? بلدياتي حكومتونو ته نيغ په نيغه د فنډز منتقلي باوري كوي دغسې چې د صوبې په لاندې كچه مسئلو حل كولو له مرسته تر لاسه شي۔وفاقي وزير ووئيل د پاكستان د اولس د تقدير انحصار په دې خبره دے چې صوبائي حكومتونه په څومره موثر انداز د اولس مسئلې حل كوي٬ ده ووئېل خپلواكه بلدياتي ادارې اولس ته بنيادي آسانۍ وركولې شي٬د اتلسم بدلون نه پس چې كوم اختيارات صوبو ته وركړے شوي٬ په 14 كلونو كښې د دې څانګو په نظام كښې كوم ښه والے نه دې راغلے ٬ ده ووئېل كوم اختيارات جې وفاق صوبو ته وركړي د هغې حساب كه وكړے شي نو د بلدياتي حكومتونو كاركردګي په ښكاره شي۔دغس ېوفاقي وزير د خېبرپښتونخوا لوكل كونسل اېسوسي اېشن نمائندكانو په مسئلو د خزانې وزير سره په خبره كولو سره د مسئلو حل كولو باور وركړو