اسلام آباد 30 نومبر (اے پي پي) د سرمای?? كارۍ وفاقی وزیر عب??العلیم خان ووئيل د پاكستان ا?? آذربائیجان ترمينځه اړيكو لا قوي كولو او دواړو هېوادونو كښې رابطي زياتول غواړو، پاكستان د سېلګرۍ بشمول د آذربائیجان سره په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ته وده وركولې شي۔د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې آذربائیجان په پاكستان كښې سفی?? خضر فرادوف د وفاقی وزیر عب??العلیم خان سره ملاقات وكړو۔ملاقات كښې د پاكستان ا?? آذربائیجان ترمينځه تجارتی شراكت دارۍ ته ودي وركولو ته اتفاق وكړې شو۔عبدالعلیم خان ووئيل د آذربائیجان اوسنۍ دوره یادګار، هلته ملاقاتونه مثبت او د ډاډ وړ وو۔وفاقی وزیر ووئيل پاكستان ا?? آذربائیجان ترمينځه رابطې زياتول غواړو، پاكستان د سېلګرۍ بشمول د آذربائیجان سره په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ته وده وركولې شي٬ مونږ له خپلي شريكي اړيكي په بزنس او دوه اړخيزه ټریډ كښې بدلولو ته اړتيا ده۔وفاقی وزیر د آذربائیجان كمپنیو له هم په پاكستان كښې د سرمای?? كارۍ كولو او بزنس وړانديز وركړو۔ملاقات كښې كراچۍ نه تر سكھر او سكھر نه تر حیدرآباد ا??م 6 او اېم 9 موټرویز لپاره په سرمای?? كارۍ هم خبري اتري وشوي۔ملاقات كښې د پاكستان، آذربائیجان او تركیې درې واړو هېوادونو شريكو هڅو په تجویز هم غور وشو۔ده ووئيل آذربائیجان لپاره بورډ آف انویسټمنټ سره د فوكل پرسن د لارې به رابطه ساتلے شي۔