اسلام آباد۔19جون (اے پی پی) صدر مملكت اصف علي زرداري د لويې اختر د رارسېدو په مناسبت ټول پاکستاني ملت او اسلامي نړۍ ته ??بارکي وركولو سره وئيلي دي چې زه د پاك پروردګار په دربار كښې لاس په دعا يمه چې دا بركتي موقعه اسلامي نړۍ او پاكستان لپاره د رحمتونو او خوشحالو سبب وګرچي۔ دا لويې اختر مونږ ته د پروردګار د دوو غوره شویو پیغمبرانو حضرت ابراهیم (ع) او حضرت اسماعیل (ع) د تسليم او رضا ياد راكوي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري په خ??ل پېغام كښې ووئيل كله چې پاك پروردګار دغه ستر شخصيتونه له ازموينې سره مخ کړل، نو دواړو د خداي په وړاندې خپل سرونه ټيټ كړل۔ ده ووئيل د قربانۍ دا عمل پاك پروردګار ته دومره خ??ښ شو چې هغه يۍ د نبي علېه السلام امت لپاره لازمي وګرځولو۔ نبي علېه السلام (ص) فرمایلي دي چې د الله په نزد تر ټولو لویه ورځ د قربانۍ ورځ ده۔ دا مونږ ته درس را??وي چې د امتحانونو او ازموینو په حالت کې ثابت قدمه پاتې کیدل او د پاك پروردګار اطاعت او فرمانبرداري اصل كاميابي ده۔ ده ووئيل د لوی اختر په مناسبت باید ټول پاکستانیان دا عزم تکرار کړي چې مونږ به د ورورولۍ، قربانۍ، مینې او اخلاص سره خ??ل شاوخوا خلکو سره مرسته ??وؤ۔ ده ووئيل مونږ له به د قربانۍ په اصل روح پوهېدو سره خ??ل عملي ژوند كښې د ايثار او قربانۍ څرګندونه كول وي۔ ده ووئيل د اختر په موقعه دې موقعه دې بې وزله كورنۍ هم خپلو خوشحالو كښې شامل كړې شي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے په ټوله اسلامي نړۍ او په خاص توګه په پاکستان خپل فضل او کرم نازل کړي او زمونږ ټولو دې مرسته ??كړي ٬ امين