اسلام آباد۔16جون(اے پی پی) پاکستان او تاجکستان دوه اړخیز ګټور سیمه ایز یووالي او د همکارۍ پیاوړتیا لپاره د خپل عزم تکرارولو ??ره اسلامي نړۍ او همدارنګه سیمه کښې د سولې او ثبات د ودې لپاره په ګډه کار ته د دوام په ور??ولو موافقه كړې ده۔ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف او د ت??جكستان اولس مشر امام علي رحمان د لويې اختر په مناسبت د مبارکۍ تبادله كړې ده۔ وزيراعظم شهباز شريف د اتوار په ورځ د ت??جكستان اولس مشر امام علي رحمان ??ره ټيليفوني تماس ونيولو او ده ته يۍ د لويې اختر مباركي ور??ړه۔ وزيراعظم د لويې اختر د خوشحالۍ په دې موقعه صدر رحمان او تاجك اولس ته مباركي او په دواړو هېوادونو كښې امن ٬ سوكالۍ او پرمختګ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ صد امام علي رحمان هم پاكستاني وزيراعظم او اولس له مباركي او دوئي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده د دواړو هېوادونو ترمينځه د ور??رولۍ مضبوطې اړيكې وستائلې۔ دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو په مثبت رفتار د اطمينان څرګندونه كولو ??ره د ت??ارت ٬ توان او دوه اړخيزه رابطو د لارې اړيكې زياتولو كښې خپله ګډه خوښي تكرار كړه۔ دواړو لارښودو په آستانه كښې د اېس سي او په رارون سرمشريزه غونډه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او دوه اړخیز ګټور سیمه ایز یووالي او د همکارۍ پیاوړتیا لپاره يۍ خپل عزم تكرار كړو۔ دوئي په نړيوال پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او اسلامي نړۍ او همدارنګه سیمه کښې د سولې او ثبات د ودې لپاره په ګډه کار ته د دوام په ور??ولو يۍ موافقه وكړه۔ د لويې اختر په موقعه د دواړو لارښودو ترمينځه ټېلېفوني رابطه د پاكستان او تاجكستان ترمينځه په مضبوطه ملګرتيا او ور??رولۍ اډانه اړيكې په ډاګه كوي۔