مظفرآباد ۔14دسمبر (اے پی پی) د آزاد حکوم?? ریاست جموں و کشمیر وزيراعظم چوهدري انوارالحق وئېلي دي د آزاد کشمیر ټول نظام د كشمير د ازادۍ تحریک لپاره دے ، د كشمير د آزادۍ تحريك ا?? د تحریک تکمیل پاکستان پورې به زمونږ هلې ځلې دوامداره وي ، د وېنې تر آخري څاڅكي به د آزادۍ لپاره جنګ كوو ، كشمير شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د آزاد جموں و کشمیر اسمبلی خاص غوندې ته خطاب کښې وكړه ۔ ده ووئېل د هندوتوا فلسفې څخه د خیر هيله لرل عبث ده، اوس د غندلو بیانونو څخه خبره وړاندې تللې، كه مونږ راتلونكو نسلونو له څه وركول غواړو نو بيا به دوي له د وړاندې تللو سوچ وركول وي ۔وزیراعظم ووئېل د کشمیریانو خپلولي د پاکستان او پاکستانی ا??لس سره ده ، دا به كله هم کمزورې نشي ۔ مضبوط او خوشحال پاکستان د کشمیریانو مضبوط وکیل ثابتېدے شي ۔ ده ووئېل په آزاد کشم??ر كښې مو سټیټس د ژرړې څخه ويستلے ۔ د آزاد کشمیر وسائل يواځې د ا??لس په ښېګره به خرڅ کېږي ۔ د ازاد كشمير وزیراعظم ووئېل د ازادۍ تحریک ته اول پام لرنه كولې شي، ټول وسائل د تحریک لپاره به استعمالوو ۔ده ووئېل وخت راغلے چې مسئله کشمیر په نړيواله كچه په موثر ډول ر??مخې ته كولو له منصوبه بندي وكړو۔ وزیراعظم ووئېل هند كله هم پاكستان ته په خيرنه سترګه د كتلو جرات نشي كولے، مونږ له خپلې ذمه وارۍ ادا کول دي ۔ده ووئېل زه د كشمير شهدانو ته د عقیدت پېرزوئنې وړاندې كوم۔ ۔ د ازاد كشمير وزیراعظم د وزیراعظم پاکستان هر كلي کولو سره ووئېل ستاسو د بیس کیمپ دارلحکومت مظفرآباد دورې څخه د کشمیریانو حوصلې لوړې شوي دي۔