لاهور ۔26نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو ٬ خپرونو او پارليماني چارو نګران وفاقي وزير مرتضیٰ سولنګی د پاكستان ټيلي ويژن په 59 مه كاليزه د پي ټي وي ملازمينو ته مباركي وركولو سره وئيلي دي پي ټي وي قامي براډ كاستر دے كوم چې په 59 كاله كښې سفر په ??ړه پورې ډول كړے دے۔ دا خبره ده د اتوار په ورځ د پي ټي وي د 59 كاليزې دستورې ته خطاب كښی وكړه۔ په ??ې موقعه د پنجاب اعلی وزير محسن نقوی هم موجود وو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې مرتضی سولنګي ووئيل چې پي ټي وي د پاكستان قامي براډ كاسټر دے ، 59 كال?? وړاندې زما استاذ اسلم ا??هر د يوې پخوانۍ ودانۍ په ??حن كښې ټېنټ ولګولو او د پي ټي وي خپرونې يۍ پېل كړې۔ په ??ې موقعه ده په ??ستوره كښې د نګران اعلی وزير محسن نقوي هركلي كولو سره ده ووئيل نګران وزيراعلی محسن نقوي پخپله براډ كاسټر او خبريال پاتے شوے دے٬ ده دا سفر پخپله هم كتلے دے۔ په پنجاب كښې د رامخې ته شويو بدلونونو له امله اوس هر چاته دې محسن ښكاري۔ ده ووئيل په پنجاب كښې چې ما څومره بدلونون?? ليدلي دي نو داسې راته ښكاري چې دې به د پنجاب شېر شاه سوري جوړ شي۔